پوځي چارواکي:

قندوز کې ملا خاکسار له ۱۲ ملګرو سره وژل شوی دی

8 جدی 1398 ساعت 13:08

په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، قندوز ولایت کې د طالبانو یو مهم قوماندان ملا خاکسار له ۱۲ نورو وسله والو سره یو ځای وژل شوی دی.


په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، قندوز ولایت کې د طالبانو یو مهم قوماندان ملا خاکسار له ۱۲ نورو وسله والو سره یو ځای وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پامیر قول اردو له خوا نن یکشنبې د مرغومي ۸ مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان هوايي ځواکونو نن سهار د قندوز ولایت د خان آباد ولسوالۍ په ایشان توپ او قندوز ښار شاوخوا سیمو کې عملیات تر سره کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه هوايي بریدونو کې د طالبانو د یوه مهم قوماندان ملا خاکسار په ګډون ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د طالبانو څو پټنځایونه او یو کرولا موټر هم له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:قندوز
 


د مطلب کود: 123570

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123570/

جمهور
  https://www.jomhornews.com