۰

طالبانو په لس ورځني اوربند موافقه کړې

دوشنبه ۹ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۴۴
اسوشېتډپرس خبري آژانس د یو شمېر طالب مشرانو له قوله وايي، چې دغه ډله د لس ورځني اوربند په اړه موافقې ته رسېدلي دي.
طالبانو په لس ورځني اوربند موافقه کړې
اسوشېتډپرس خبري آژانس د یو شمېر طالب مشرانو له قوله وايي، چې دغه ډله د لس ورځني اوربند په اړه موافقې ته رسېدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره تر یوې اوونۍ خبرو وروسته د طالبانو د قطر دفتر او مذاکراتي ټیم یو درې کسیزه پلاوی له تېرو ۱۱ ورځو راهیسې پاکستان کې دی، چې له خپلو مشرانو سره د لس ورځي اوربند په اړه سلا مشورې وکړي.

که څه هم په دې موده کې په وار وار راپورونه خپاره شول، چې ګنې طالب مشرتابه دغه پلاوی ته د اوربند کولو اجازه ورکړې، خو د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین دوه ورځې وړاندې جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې په دې اړه لا هم سلا مشورې روانې دي او هر وخت چې خبرې نهايي شوې دوی به یې له رسنیو سره معلومات شریک کړي.

طالبانو اوس هم د اوربند په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي، خو اسوشېټډ پرس خبري آژانس د ځینو طالب مشرانو په قوله ویلي، چې د طالبانو مشرتابه له لس ورځني اوربند سره موافقه کړې ده.

دغه طالب چارواکو چې د نوم نښودلو په شرط اسوشیتدپرس اژانس ته ویلي چې د اوربند موافقه باید د طالبانو د مشر ملا هبت الله،‌ له خوا منظور شي.

تر اوسه ددغه اوربند موده او د پلي کیدو دقیقه نیټه نده څرگنده شوی، خو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د تیرې میاشتې د مذاکراتو په ترڅ کې طالبانو ته د یو لس ورځني اوربند د کولو وړاندیز کړی و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي