محب:

سوله غواړو خو د عامو وګړ او جمهوریت ساتل هم لومړیتوب دی

11 جدی 1398 ساعت 11:24

د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب تېر ۲۰۱۹ز کال د افغانستان لپاره له ستونزو، خنډونو او پرمختګونو ډګ کال بللی دی.


د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب تېر ۲۰۱۹ز کال د افغانستان لپاره له ستونزو، خنډونو او پرمختګونو ډګ کال بللی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا سلاکار ښاغلي محب په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د سولې لپاره پراخې هڅې وشوې چې لا هم سوله د افغان حکومت لپاره مهمه ده.

نوموړي زیاته کړې، ټول افغانان د دې غوښتونکي دي چې دلته روانه جګړه پای ته ورسېږي او سوله راشي.

د ملي امنیت شورا سلاکار وايي، د سولې تر څنګ د عامو افغانانو او جمهوریت ساتل هم د افغان حکومت لومړیتوب دی او په هېڅ قیمت به پر دې ارزښتونو معامله و نه کړي.

ښاغلي محب په امنیتي ادارو کې د پراخو اصلاحاتو خبره هم کوي وایي، په امنیتي ادارو کې مهم او ارزښتناک بدلونونه راغلي چې ورسره سم دغه ادارې د پخوا په پرتله پیاوړې شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 123651

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123651/

جمهور
  https://www.jomhornews.com