۰
د قاسم سلیماني وژل کېدو ته د ارګ غبرګون:

هیله ده، ایران او امریکا د تاوتریخوالي د زیاتېدو مخنیوی وکړي

شنبی ۱۴ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۲
افغان ولسمشرۍ ماڼۍ د ایران د سپاه پاسداران د قدس څانګې د مشر سردار قاسم سلیماني وژل کېدو ته په غبرګون کې وايي، هیله ده ایران او امریکا د تاوتریخوالي د زیانېدو مخنیوی وکړي او اختلافونه د خبرو له لارې حل کړي.
هیله ده، ایران او امریکا د تاوتریخوالي د زیاتېدو مخنیوی وکړي
افغان ولسمشرۍ ماڼۍ د ایران د سپاه پاسداران د قدس څانګې د مشر سردار قاسم سلیماني وژل کېدو ته په غبرګون کې وايي، هیله ده ایران او امریکا د تاوتریخوالي د زیانېدو مخنیوی وکړي او اختلافونه د خبرو له لارې حل کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سردار قاسم سلیماني پرون جمعه د عراق پلازمېنې بغداد ته نېږدې د امریکا په یوه هوایي برید کې له ۷ لوړپوو قوماندانونو سره یو ځای و وژل شو.

راپورونه وایي، پر جنرال سلیماني د هوايي برید امر د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ورکړی و.

که څه هم امریکا د قاسم سلیماني پر وژل کېدو زیاته خوښي ښودلې، خو په ایران او یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو کې د هغه وژل کېدو سخت غبرګونونه راپارولي دي.

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د قاسم سلیماني وژل کېدو په سختو ټکو غندلي او د هغه د غچ اخیستو ګواښ یې کړی دی.
نوموړي ویلي، د سلیماني غچ به واخلي او لار به یې دوام ولري.

افغان ولسمشرۍ ماڼۍ هم د قاسم سلیماني وژل کېدو ته په غبرګون کې هیله ښودلې، چې ایران او امریکا به د تاوتریخوالي د زیاتېدو مخنیوی وکړي او اختلافات به د خبرو اترو له لارې حل کړي.

د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ولسمشر غني د امریکا له بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سره تلېفوني خبرو کې ټینګار کړي، چې د امریکا د متحده ایالاتو سره د امنیتي تړون په اساس په هېڅ حالت کې د هېڅ یو بهرني هیواد پر ضد د افغانستان د خاورې نشي کارېدلی.

ولسمشر غني ویلي، کابل په سیمه کې پرمختګونه له نږدې تعقیبوي او د سیمې او نړۍ له ټولو هیوادونو سره د دوه اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو ټینګښت او پراختیا ته ژمن دی.

په ورته وخت کې افغان اجرائیه رییس عبدالله عبدالله هم پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي«د سردار سلیماني او د هغه سره د مل کسانو مړینه" باندې متاسف دی او د سلیماني کورنۍ، حکومت او د ایران خلکو ته یې تسلیت ویلي دی.»

ښاغلي عبدالله زیاته کړې، چې ایران تل د افغانانو تر څنگ ولاړ دی او د افغانستان ملاتړ یې کړی دی او د امریکا هم د افغانستان ستراتیژیک متحد دی چې د نژدې دوو لسیزو راهیسې د ترهگرۍ سره په مبارزه، د ثبات په ټینگیدو، حکومتدارۍ او بیارغونه کې یې د افغانانو سره مرسته کړې ده.

هغه وايي، افغانستان د ترهګرۍ او خشونت د یو قرباني په حیث په سیمه ییزه او بین المللي اړیکو کې د تاوتریخوالي نه د ډډې کولو غوښتونکی دی او هیله من دی چې وروستۍ پیښې په افغانستان کې زمونږ د هیواد د دوستانو او متحدانو په وضعیبت باندې اثر ونه کړي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم قاسم سلیماني په وژل کېدو سخته خواشني ښودلې او د هغه وژنه یې محکومه کړې ده.

د حامد کرزي دفتر په یوه اعلامیه کې یې د امریکا دغه اقدام د نړیوالو اوصولو او موازینو، د سیمې د ثبت او سولې خلاف بلی دی.

ښاغلي کرزي د ایران د دولت او ولس سره د خواخوږۍ په ترڅ کې قاسم سلیماني "با وقاره او په افغانستان د سولې او ثبات غوښتونکی شخصیت ګڼلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي