پولیسو کابل کې د سایبري جرمونو په تور یو تن نیولی دی

14 جدی 1398 ساعت 10:18

کورنیو چارو وزارت کابل کې د سایبري جرمونو په تور د یوه کس د نیولو کېدو خبر ورکړي، چې په وینا یې په انټرنټ یې له خلکو باج اخیسته.


کورنیو چارو وزارت کابل کې د سایبري جرمونو په تور د یوه کس د نیولو کېدو خبر ورکړي، چې په وینا یې په انټرنټ یې له خلکو باج اخیسته.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت نن شنبې د مرغومي ۱۴ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي نیول شوی کس مرتضی نومېږي او د کابل ښار د ۱۳ مې حوزې اوسېدونکی دی.

سرچینه زیاتوي، چې مرتضی نومي کس له څه مودې راهیسې د انټرنېټ له لارې په بېلا بېلو طریقو په سایبري جرمونو لاس پورې کړی و، او له ښاریانو یې باج اخیسته.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه کس له څه مودې راهیسې د پولیسو تر څار لاندې و، چې باالاخره پرون ماښام د ۱۸ مې حوزې د پولیسو له خوا د همدې حوزې په اړونده سیمه کې د عملیاتو پر مهال ونیول شو.

کورنیو چارو وزارت وايي، نیول شوی کس تر نظارت لاندې دی او قضیه یې څېړل کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 123719

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123719/

جمهور
  https://www.jomhornews.com