د افغانستان او تاجکستان تر منځ د اوسپنې پټلۍ جوړېږي

15 جدی 1398 ساعت 12:49

د افغانستان او تاجکستان تر منځ د ریل ګاډي د اوسپنۍ پټلې جوړېدو هوکړه د دواړو هېوادونو د چارواکو تر منځ لاسلیک شو.


د افغانستان او تاجکستان تر منځ د ریل ګاډي د اوسپنۍ پټلې جوړېدو هوکړه د دواړو هېوادونو د چارواکو تر منځ لاسلیک شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه هوکړې پر بنسټ به د افغانستان له شېرخان بندر څخه د تاجکستان تر پنج پایانه پورې د اور ګاډي پټلۍ وغځول شي.

د یادې پټلۍ د جوړېدو هوکړه د افغانستان د اورګاډي پټلۍ د ادارې مشر یما شمس او د تاجکستان د ترانسپورت وزیر خدایار زاده تر د تاجکستان پلازمېنه دوشنبې کې لاسلیک شوې ده.

د تړون له مخې به د اورګاډي د جلال الدین بلخي کلخوزاباد پټلۍ له شیرخان بندر څخه د تاجکستان تر پنج پایان سیمې پورې تېرېږي.

د دغه پټلۍ د سروې، ډیزاین، ساختمان، پر پنج سیند پل تېرولو، شېرخان بندر کې د ریل سټیشن جوړولو او نورو چارو د پرمخ بیولو پروژه کې به یې دواړه هیوادونه برخه اخلي.

په تړون کې راغلي چې دواړه هېوادونه به د دغې پروژې د پیل لپاره مقدماتي کارونه په پوره چټکتیا مخته وړي تر څو تاجکستان او افغانستان د ریل په پټلۍ ژر تر ژره ونښلول شي.

د یادونې ده، چې افغانستان په دې وروستیو کې د رېل پټلۍ د راتېرولو لپاره له ایران، ترکمنستان او نورو هېوادونو سره اړیکې پراخې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 123763

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123763/

جمهور
  https://www.jomhornews.com