۰

د افغانستان او تاجکستان تر منځ د اوسپنې پټلۍ جوړېږي

یکشنبه ۱۵ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۹
د افغانستان او تاجکستان تر منځ د ریل ګاډي د اوسپنۍ پټلې جوړېدو هوکړه د دواړو هېوادونو د چارواکو تر منځ لاسلیک شو.
د افغانستان او تاجکستان تر منځ د اوسپنې پټلۍ جوړېږي
د افغانستان او تاجکستان تر منځ د ریل ګاډي د اوسپنۍ پټلې جوړېدو هوکړه د دواړو هېوادونو د چارواکو تر منځ لاسلیک شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه هوکړې پر بنسټ به د افغانستان له شېرخان بندر څخه د تاجکستان تر پنج پایانه پورې د اور ګاډي پټلۍ وغځول شي.

د یادې پټلۍ د جوړېدو هوکړه د افغانستان د اورګاډي پټلۍ د ادارې مشر یما شمس او د تاجکستان د ترانسپورت وزیر خدایار زاده تر د تاجکستان پلازمېنه دوشنبې کې لاسلیک شوې ده.

د تړون له مخې به د اورګاډي د جلال الدین بلخي کلخوزاباد پټلۍ له شیرخان بندر څخه د تاجکستان تر پنج پایان سیمې پورې تېرېږي.

د دغه پټلۍ د سروې، ډیزاین، ساختمان، پر پنج سیند پل تېرولو، شېرخان بندر کې د ریل سټیشن جوړولو او نورو چارو د پرمخ بیولو پروژه کې به یې دواړه هیوادونه برخه اخلي.

په تړون کې راغلي چې دواړه هېوادونه به د دغې پروژې د پیل لپاره مقدماتي کارونه په پوره چټکتیا مخته وړي تر څو تاجکستان او افغانستان د ریل په پټلۍ ژر تر ژره ونښلول شي.

د یادونې ده، چې افغانستان په دې وروستیو کې د رېل پټلۍ د راتېرولو لپاره له ایران، ترکمنستان او نورو هېوادونو سره اړیکې پراخې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي