کابل کې دوه تنه د یوه ماشوم د تښتونې په تړاو نیول شوي دي

15 جدی 1398 ساعت 14:28

کورنیو چارو وزارت کابل کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو راخلاص کړی او په تړاو یې دوه تنه نیولي دي.


کورنیو چارو وزارت کابل کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو راخلاص کړی او په تړاو یې دوه تنه نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت نن یکشنبې د مرغومي ۱۵ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، انسان تښتوونکو دغه ماشومان تېره سه شنبې د کابل ښار د اوومې حوزې اړوند له جنګلک سیمې تښتولی وو.

سرچینه زیاتوي، چې انسان تښتوونکو د دغه ماشوم د خوشي کولو په بدل کې د هغه له کورنۍ څخه د پیسو غوښتنه کړې وه.

په خبرپاڼه کې ویل شوي کابل پولیسو په همدې تړاو د تېرې پنشنبې په ورځ دوه بېل عملیات تر سره کړل، چې په ترڅ کې یې یاد ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو راخلاص او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

کورنیو چارو وزارت وایي، د دغه تښتونې په تور یوه ښځه او یو نارینه نیول شوي، چې دا مهال ترې پلټنې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 123774

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123774/

جمهور
  https://www.jomhornews.com