کورنیو چارو وزارت کابل کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو راخلاص کړی او په تړاو یې دوه تنه نیولي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت نن یکشنبې د مرغومي ۱۵ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، انسان تښتوونکو دغه ماشومان تېره سه شنبې د کابل ښار د اوومې حوزې اړوند له جنګلک سیمې تښتولی وو.
سرچینه زیاتوي، چې انسان تښتوونکو د دغه ماشوم د خوشي کولو په بدل کې د هغه له کورنۍ څخه د پیسو غوښتنه کړې وه.
په خبرپاڼه کې ویل شوي کابل پولیسو په همدې تړاو د تېرې پنشنبې په ورځ دوه بېل عملیات تر سره کړل، چې په ترڅ کې یې یاد ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو راخلاص او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
کورنیو چارو وزارت وایي، د دغه تښتونې په تور یوه ښځه او یو نارینه نیول شوي، چې دا مهال ترې پلټنې روانې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل