د افغانستان د لوی څارنوالۍ د آی ټي رییس کابل کې وژل شوی دی

16 جدی 1398 ساعت 12:52

د لوی څارنوالۍ مسوولین تاییدوي، چې د دغه څارنوالۍ د آی ټي رییس په کابل کې په یوه وسله وله نښته کې وژل شوی دی.


د لوی څارنوالۍ مسوولین تاییدوي، چې د دغه څارنوالۍ د آی ټي رییس په کابل کې په یوه وسله وله نښته کې وژل شوی دی.

د لوی څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي د دغه خبر د پخلي تر څنګ جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې دغه پېښه تېره شپه د کابل ښار د هوايي ډګر پر سړک په یوه هوټل کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د لویې څارنوالۍ د آی ټي رییس د هوايي ډګر پر سړک آریانا کابل هوټل کې د واده په مراسمو کې په یوه وسله واله نښته کې وژل شوی دی.

دی وایي، چې د پېښې په اړه پلټنې پیل شوې او جزیات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړای شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 123802

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123802/

جمهور
  https://www.jomhornews.com