د لوی څارنوالۍ مسوولین تاییدوي، چې د دغه څارنوالۍ د آی ټي رییس په کابل کې په یوه وسله وله نښته کې وژل شوی دی.
د لوی څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي د دغه خبر د پخلي تر څنګ
جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې دغه پېښه تېره شپه د کابل ښار د هوايي ډګر پر سړک په یوه هوټل کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې د لویې څارنوالۍ د آی ټي رییس د هوايي ډګر پر سړک آریانا کابل هوټل کې د واده په مراسمو کې په یوه وسله واله نښته کې وژل شوی دی.
دی وایي، چې د پېښې په اړه پلټنې پیل شوې او جزیات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړای شي.
جمهورخبري آژانس:کابل