۰

ولسمشر د خیرخانې پېښې د څېړلو لپاره یو پلاوی ګمارلی دی

سی شنبه ۱۷ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۷
ولسمشر محمد اشرف غني د کابل په خیر خانه سیمه کې د تېرې شپې د پېښې څېړولو لپاره یو پلاوی ګومارلی دی.
ولسمشر د خیرخانې پېښې د څېړلو لپاره یو پلاوی ګمارلی دی
ولسمشر محمد اشرف غني د کابل په خیر خانه سیمه کې د تېرې شپې د پېښې څېړولو لپاره یو پلاوی ګومارلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د خیرخانې په سیمه کې د ملي امنیت ځواکونو له خوا په یوه کور عملیات وشول، چې په کې پنځه تنه و وژل شول.

دغه عملیات پر یوه پخواني قوماندان آمر ستار شوي و، چې په کې د ده او د زوی په ګډون یې پنځه تنه و وژل شول او دوه امنیتي ځواکونو له ځان سره وړي وو.

ولسمشر غني پرون ماښام یې په ارک کې د ستار د کورنۍ له غړو، د پنجشیر، پروان او کوهدامن له قومي مشرانو او مخورو سره کتلي دي.

ښاغلي غنی پر دې پېښه خواشیني څرګنده کړې او یوه پلاوي ته یې دنده سپارلي چې موضوع په هر اړخیزه توګه وڅېړي.

د آمر ستار د کورنۍ غړو هم له حکومت غوښتي چې پېښه په هر اړخیزه توګه وڅېړي ځکه امنیتي ځواکونو په غیر قانوني توګه ددوی پر کور چاپه وهلې او د کورنۍ څو غړي یې وژلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي