کېدای شي راس ویلسن کابل کې د امریکا سفیر وټاکل شي

17 جدی 1398 ساعت 9:25

نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپورو ورکړی، چې کېدای شي یو پخوانی لوړ پوړی دیپلومات راس ویلسن په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو د سفیر په توګه وټاکل شي.


نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپورو ورکړی، چې کېدای شي یو پخوانی لوړ پوړی دیپلومات راس ویلسن په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو د سفیر په توګه وټاکل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه رسنۍ وايي، راس ویلسن تر دې وړاندې په ترکیه، ازربایجان او ګرجستان کې د امریکا ديپلومات وو.

سرچینه زیاتوي، چې کېدای شي راس ویلسن، د جان باس پر ځای په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو د سفیر په توګه وټاکل شي.

د یادونې ده، چې په کابل کې د امریکا د سفیر جان بس کاري دوره دوه اوونۍ وړاندې پای ته ورسېده او بېرته امریکا ته ستون شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 123830

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123830/

جمهور
  https://www.jomhornews.com