۰

ایران د امریکا په پوځي اډو راکټي بریدونه کړي دي

چهارشنبه ۱۸ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۱۷
ایران په عراق کې د امریکا دوه پوځي اډې بالیستکي توغندي ویشتلي، خو تر اوسه یې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته دي.
ایران د امریکا په پوځي اډو راکټي بریدونه کړي دي
ایران په عراق کې د امریکا دوه پوځي اډې بالیستکي توغندي ویشتلي، خو تر اوسه یې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته دي.

د جمهورآژانس د خبر له مخې د امریکا دفاع وزارت هم د ایران له خوا د دغه بریدونو پخلی کړی وایي، ایران نن سهار وختي په عراق کې د عین الاسد او ایربیل په دوو پوځي اډو چې پکې امریکايي او ایتلافي ځواکونه په کې مېشت دي راکټي بریدونه کړي دي.

د امریکا دفاع وزارت د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو تر دغه بریدونو وروسته ولسمشر ټرمپ په یوه ټوېټ کې ویلي، چې هر څه ښه دي.

هغه زیاته کړې، چې د ایران له خوا په عراق کې په دوه پوځي اډو راکټونه لګېدلي او اوس وخت د تلفاتو او زیاتونو په اړه پلټنې روانې دي.

ټرمپ ویلي، امریکا د نړۍ هر ځای کې تر ټولو قوي او مجهز پوځ لري او سهار په دې دې اړه یو بیان هم ورکړي.

د ایران له خوا په عراق کې د امریکايي پوځي اډو په تر نښه کولو ورسته ټرمپ په سپینه ماڼې کې د خپل ملي امنیت له ټیم سره خبرې پیل کړې دي.

د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپېر او د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم سپنیې ماڼې ته رسېدلي دي.

ایران هم منلي، چې عراق کې یې د امریکايي ځواکونو پر پوځي اډو برید کړی دی.

د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواکونو ویلي، دوی د جنرال قاسم سلیماني په غچ کې دا بریدونه کړي او امریکا ته سپارښتنه کوي چې له سیمې خپل سرتیري وباسي څو ونه وژل شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف هم وروسته په ټوېټر باندې لیکلي چې ایران دا بریدونه د ځان د دفاع لپاره کړی.

هغه لیکلي چې ایران د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱ مادې پر اساس د ځان د دفاع لپاره په یوه متناسب اقدام کې هغه اډه هدف ګرځولې چې د ایران د خلکو او لوړپوړو چارواکو پر ضد یې بریدونه کړي و.

جواد ظریف بیا دا هم لیکلي چې تاوتریخوالی یا جنګ نه غواړي خو د هر ډول یرغل په وړاندې دفاع کوي.

قاسم سلیماني د ایران د سپاه پاسدران د قدس ځواکونو عمومي قومندان و چې تېره جمعه د جنورۍ په دریمه د بغداد په نړیوال هوایي ډګر کې د امریکا په یوه هوايي برید کې ووژل شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي