۰
د سولې د چارو شنوونکي:

امریکا پلمې لټوي، څو د افغان سولې پروسه مختله شي

چهارشنبه ۱۸ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۱
د ایران په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو څرګندونو ته په غبرګون کې د سولې ځینې شنوونکي وایي، امریکا پلمې لټوي تر څو د افغانستان د سولې پروسه ګډوډه شي.
امریکا پلمې لټوي، څو د افغان سولې پروسه مختله شي
د ایران په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو څرګندونو ته په غبرګون کې د سولې ځینې شنوونکي وایي، امریکا پلمې لټوي تر څو د افغانستان د سولې پروسه ګډوډه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په عراق کې پر امریکايي پوځي اډو د ایران تر برید وروسته خبرو کې ویلي، چې ایران هڅه کوي، د افغانستان د سولې پروسه شنډه کړي.

نوموړي ویلي، چې ایران په افغانستان کې د سولې لپاره له سیمې ییزې او نړیوالې اجماع سرغړونه کوي، او هڅه کوي، چې د ترهګرو ډولو په ملاتړ د افغان سولې هڅې شنډې کړي.

مایک پمپیو زیاته کړې، چې ایران له طالبانو سره اړیکې لري او د حقاني شبکې په ګډون له ځينو ډولو ملاتړ کوي تر چې د افغان سولې پروسه شنډ شي.

خو د پمپیو دغه څرګندونو ته د سولې ځینې شنونکي د شک په سترګه ګوری وایي، امریکا هڅه کوي، چې په یوه نه یوه ډول د ایران پښه د افغانستان ته راکش کړي.

پخواني طالب چارواکي مولوي قلم الدین نن چهارشنبې د مرغومي ۱۸ مه جمهور خبري آژانس سره خبرو کې و ویل، چې امریکا د پلمو په لټه کې ده، ځکه په وینا یې که د سولې خبرې پایله ورنکړي نو دوی به د دغه څه پړه پر ایران و واچوي.

نوموړی وايي، نه طالبان له ایران سره اړیکې لري چې د سولې پروسه له خنډ سره مخ کړي او نه هم ایران داسې څه غواړي.

د هغه په وینا د طالبانو سیاسي او نظامي برخې له امریکا سره د سولې لپاره چمتوالی ښودلی او اوس هر څه په امریکا پورې تړلي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې امریکا له دې وړاندې هم د افغان سولې د نه کېدو لپاره پلمې لټولې او دا ځل یې هم ایران پلمه کړیو چې ایران دا کوي او ایران هغه کوي.

مولوي قلم الدین د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا امریکا په رښتیا په افغانستان کې سوله نه غواړي و ویل«په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره تر دې وړاندې هم د امریکا په نیت شکونه موجود و، خو دا چې دا ځل څومره له طالبانو سره سولې ته رښتنې ده، معلومه نه ده.»
 
په ورته وخت کې بل پخواني طالب چارواکي او د سولې عالي شورا غړي مولوي عبدالحکیم مجاهد هم جمهور خبري آژانس ته و ویل، امریکا او ایران دواړه یو بل تورنوي، چې په افغانستان کې سوله نه غواړي، خو زموږ غوښتنه له دواړو دا ده، چې نو له دا ډول څرګندونو ډډه وکړي.

ښاغلی مجاهد وایي، تر کومه چې دی معلومات لري، طالبانو د ایران تر حکم لاندې نه دي او نه هم هر څه چې ایران وغواړي هغه وکړي.

دی زیاتوي، طالبان له ایران سره تګ راتګ او اړیکې لري، خو تر دې حده نه دي، چې ایران دې د طالبانو پر پالیسۍ اغېز وکړي، ځکه طالبان په خپل تصمیم او پالیسو کې خپلواک عمل کوي.

د سولې د عالي شورا غړ وايي، دوی د ایران او امریکا تر منځ د تاوتریخوالي غوښتونکي دي او تمه لري، چې هغوی به له داسې څرګندونو، چې د سیمې او نړۍ امنیت وګواښي ډډه وکړي.

عبدالحکیم مجاهد د ایران په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو څرګندونو ته په اشارې وایي، دا ډول څرګندونې، د افغانستان، سیمې او نړۍ د امنیت په اړه ګټورې نه دي.

د یادونې ده، چې د ایران او امریکا تر منځ وروستي کمکش ته په کتو افغان حکومت له وړاندې ویلي، چې خاوره به یې د بل هېڅ هېواد په ضد ونه کارول شي.

د ایران او امریکا تر منځ کړکېچ وروسته له هغې زیات شو، چې امریکا د ایران د سپاه پاسداران د قدس څانګې مشر قاسم سلیماني په عراق کې په یوه هوايي برید کې و واژه، او ایران یې په مقابل کې پرون په عراق کې د امریکا په دوه پوځي اډو راکټي بریدونه کړي دي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي