۰

ایران کې ترافیکي پېښې ۲۰ تنه وژلي دي

پنجشنبه ۱۹ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۷
د ایران پلازمېنه تهران کې د یوې د ترافیکي پېښې له امله ۴۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ایران کې ترافیکي پېښې ۲۰ تنه وژلي دي
د ایران پلازمېنه تهران کې د یوې د ترافیکي پېښې له امله ۴۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن پنشنبې سهار وختي د تهران په مازنداران کې د یوه مسافر وړونکي بس موټر د چپه کېدو له امله رامنځ ته شوې ده.

ځايي ایراني رسنۍ وايي، په دغه پېښه کې ۲۰ تنه وژل شوي او ۲۴ تنه نور ټپیان شوی دي، خو د ایران سرې میاشتې بیا د ۱۹ تنو د وژل کېدو پخلی کړی دی.

چارواکي وايي، سیمې ته مرستندویه ډلې رسېدلې دي او د پېښې اصلي لامل په بس ډوله موټر کې تخنیکي ستونزه ګڼل کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي