ناټو په منځني ختیځ کې خپل حضور ډېروي

19 جدی 1398 ساعت 10:21

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د امریکا محتده ایالاتو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره تلېفوني خبرې کړې دي.


د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د امریکا محتده ایالاتو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره تلېفوني خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټرمپ د ناټو له عمومي منشي غوښتي، چې په منځني ختیځ کې ناټو ډېره دخیله کړي، ځکه دا د نړیوال امنیت لپاره مهم اقدام دی.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هم منلې، چې دوی به په سیمه کې خپل حضور پراخ کړي.

سټولټنبرګ په عراق کې د امریکایي ځواکونو پر اډو د ایران راکټي بریدونه هم غندلي او ویلي یې دي، چې دا مسئله به ناندرۍ نورې هم اوج ته ورسوي.

د ناټو سرمنشي ټینګار کړی چې ناټو په سیمه کې د ثبات لپاره هڅه کوي او د ترهګرۍ ضد جګړې ته ادامه ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 123910

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123910/

جمهور
  https://www.jomhornews.com