د ناټو مشر کابل ته خپل سفر ځندولی دی

19 جدی 1398 ساعت 12:50

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره تلېفوني خبرې کړې او کابل ته یې خپل سفر ځندولی دی.


د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره تلېفوني خبرې کړې او کابل ته یې خپل سفر ځندولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي سټولټنبرګ په سیمه کې د رامنځ ته شویو وروستیو تحولاتو له امله کابل ته سفر ځندولی.

ارګ هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي،  ښاغلي سټولپنبرګ په سیمه کې د رامنځته شویو پېښو د مدیریت لپاره، کابل ته خپل سفر ځنډولی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ناټو سازمان سکرتر جنرال کابل ته د نوموړي د پلان شوي سفر د ځنډ له امله له جمهوررئیس غني څخه معذرت وغوښت او ویلي یې دي، چې په یوه بل مناسب وخت کې به کابل ته سفر وکړي.

ټاکل شوې وه، چې د ناټو سکرتر جنرال په یو پلان شوي سفر کې د چهارشنبې په ورځ کابل ته راشي.

ارګ ویلي چې دواړه خواوې به کابل ته د ناټو سازمان د سکرتر جنرال د راتګ پرمهال، د افغانستان او ناټو سازمان ترمنځ د ستراتیژیکو او هراړخیزو مسایلو په اړه تفصیلي بحثونه وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي، په دې ټلیفوني تماس کې دواړو لوریو د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د دوامدارې همکارۍ د ژمنتیا، د سولې پروسې د ملاتړ او د تروریزم د ځالو د له منځه وړلو په اړه هم خبرې کړې دي.

دواړو خواو ټینګار کړی، چې د ترهګرو ډلو د پټنځایونو د ستونزې له حل پرته په سیمه او افغانستان کې تلپاتې امنیت او ثبات نشي راتلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 123916

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123916/

جمهور
  https://www.jomhornews.com