۰

کابل کې د ګازو بیه ۴۵ سلنه لوړه شوې ده

شنبی ۲۱ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۵
د هوا په سړېدو او د واورو له امله د بېلا بېلو ولایتونو تر منځ د لارو بندېدو سره سم د ګازو بیه د افغانستان په بازرونو په تېره کابل کې ۴۵ سلنه لوړه شوې ده.
کابل کې د ګازو بیه ۴۵ سلنه لوړه شوې ده
د هوا په سړېدو او د واورو له امله د بېلا بېلو ولایتونو تر منځ د لارو بندېدو سره سم د ګازو بیه د افغانستان په بازرونو په تېره کابل کې ۴۵ سلنه لوړه شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له وروستیو ورښتونو څو ورځې وړاندې کابل کې د یو کیلو اوبلن ګاز بیه له پنځوس تر پنځه پنځوس افغانیو پورې وه، خو اوس د کابل ښار په بېلا بېلو سیمو کې د یو کیلوګازو بیه ۸۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

که له یوې خوا د ګازو بیه لوړه شوې له بلکې خوا حکومت د هوا د ککړتیا د مخینوي په موخه پر خلکو د لړکیو او ډبرو سکرو پر کارونې هم بندیز لګولی، چې دې کار هم د ګازو بیه لوړه کړې او هم یې خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

خو د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وایي، د ګازو د بیې لوړېدو اصلي لامل د لارو بندښت دی، ځکه پر ګازو بار موټر پر وخت ځای ته نه رسېږي او په لارو کې بند پاتې وي.

د دغه خونې مسوولین وايي، ډېری ټانکر اوس هم په لویو لارو کې بند پاتې دي او د سړې هوا له امله ان څلورو موټرچلوونکو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.

د یادې خونې مرستیال خان جان الکوزي جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې د کابل – کندهار او کابل – سالنګ لویې لارې د بار وړونکو موټر پر مخ د واورې له امله تړل شوې او همدا دي، چې د کابل په بازارونو کې د ګازو بیه پورته تللې ده.

نوموړي وایي، د کابل – کندهار لویه راز په غزني او زابل کې د واورې له امله بنده شوې وه او لسګونه په ګازو او تېلو بار ټانکر موټر ولاړ دي او د سړې هوا له امله څلورو موټر چلوونکو ژوند بایللی دی.

خو وايي، دغه لار پرون د بار وړونکو موټرو پر مخ خلاصه شوې، چې ورسره سم تر ۶۰ زیات د ګازو ټانکر موټرو د کابل په لور حرکت کړی دی.

ښاغلي الکوزی وایي، دی ډاډه دی، چې د دغه ټانکرو په را رسېدو سره به د کابل بازارونو کې د ګازو بیه بېرته خپل عادي حالت (تر ۶۰ افغانیو کمې« بیې ته ټیټه شي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي