۰

په ۲۱ ولایتونو کې د سخت اورښت اټکل شوی دی

شنبی ۲۱ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۳
د افغانستان د هوا پېژندې ریاست د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د سختو واورو او بارانونو د ورېدو اټکل کړی دی.
په ۲۱ ولایتونو کې د سخت اورښت اټکل شوی دی
د افغانستان د هوا پېژندې ریاست د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د سختو واورو او بارانونو د ورېدو اټکل کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ریاست نن شنبنې د مرغومي ۲۱ مه یوه خبرپانه کې ویلي، دغه ورښتونه به راتلونکو ورځو کې وشي.

دغه اداره وایي، د دوی د معلوماتو پر اساس په ۲۱ ولایتونو کې د سختو واورو، بارانونو او سېلابونو د راوتلو احتمال شته دی.

د هوا پېژندنې ادارې ویلي، میدان وردګ، غزني، زابل، کندهار، هلمند، اروزګان، غور، فراه، هرات، پکتیکا، خوست، کابل، لوګر، پروان، پنچشېر، بغلان، دایکنډي، بامیان، او د کنړ او نورستان ځینې سیمو کې به ورښتونه وشي.

دغه اداره وایي، په بېلابېلو سیمو کې د باران اټکل له ۱۰ تر ۴۵ ملي متره پورې او د واورې اټکل له ۱۰ تر ۵۰ ساتني متره پورې وړاندوینه شوې ده.

د دې تر څنګ دغه اداره وایي، ښايي په ځينو ولایتونو کې د سختو بارانونو له امله سېلابونه هم را ووځي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي