کندهار کې د بام د نړېدو له امله شپږ تنه مړه شوي دي

22 جدی 1398 ساعت 10:03

سیمه ییز چارواکي وایي، کندهار ولایت کې د یوه کور، چې د کوزدې مراسم په کې روان وو، د کوټې د چت لوېدو په پېښه کې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وایي، کندهار ولایت کې د یوه کور، چې د کوزدې مراسم په کې روان وو، د کوټې د چت لوېدو په پېښه کې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون شنبې د مرغومي ۲۱ مه د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ د حاجي وردګ کلي کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدی وایي، په یاد کلي کې په یوه کور کې د کوزدې مراسم روان و، چې د کور چت پرې رالوېدلی دی.

نوموړی زیاتوي په دغه پېښه کې درې ښځې او درې ماشومان مړه شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

دی وایي، ټپیان د سپین بولدک روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 


د مطلب کود: 123974

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123974/

جمهور
  https://www.jomhornews.com