چارواکي:

طالبانو د کابل – کندهار پر لویه لار دوه تنه ملکي وګړي وژلي دي

22 جدی 1398 ساعت 12:22

د غزني ولایت چارواکي وایي، وسله والو طالبانو د کابل – کندهار پر لویه لار د غزني د قرباغ ولسوالۍ په اړونده سیمه کې دوه ملکي وګړي په ډزو وژلي دي.


د غزني ولایت چارواکي وایي، وسله والو طالبانو د کابل – کندهار پر لویه لار د غزني د قرباغ ولسوالۍ په اړونده سیمه کې دوه ملکي وګړي په ډزو وژلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د والي مطبوعاتي دفتر نن یکشنبې د مرغومي ۲۲ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه پېښه پرون پر یاده لویه لار د قرباغ ولسوالۍ په باران کلا سیمه کې رامنځ ته شوې.

خبرپاڼه وايي، دوه تنه مسافر چې د غني د ده یک ولسوالۍ د زاړه ښار اوسېدونکي و، په یاده سیمه کې د طالبانو له خوا له موټره ښکته کړای شوي او وروسته یې ځای پر ځای ویشتلي او وژلي دي.
 
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
 


د مطلب کود: 123980

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123980/

جمهور
  https://www.jomhornews.com