نیکولاس کې:

افغانستان کې دایمي ثبات د بین الاافغاني مذاکراتو له لارې راتلای شي

23 جدی 1398 ساعت 13:04

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نیکولاس کي وایي، په دغه هېواد کې سوله او تل پاتی ثبات د بین الاافغاني خبرو له لارې ممکن دی.


په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نیکولاس کي وایي، په دغه هېواد کې سوله او تل پاتی ثبات د بین الاافغاني خبرو له لارې ممکن دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي ۲۰۲۰ میلادي کال د افغان سولې لپاره د فرصتونو څخه ډک کال بللی، چې په وینا یې افغانان به د سولې به برخه کې ښه خبرونه ولري.

نوموړي زیاته، چې د سولې په اړه نړیواله او سیمه ییزه اجماع پیاوړې شوې، د سولې روانې هڅې تر یوه بریده پایلې ته رسېدلې او د افغان سولې په اړه تر بل هر وخت غوره فرصتونه برابر شوي دي.

خو ټینګار یې کړي، چې په افغانستان کې دایمي ثبات یوازې او یوازې د بین الافغاني خبرو له لارې راتللی شي او په دې باید د جګړې ښکېل لوري باور ولري.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی وايي، د افغانانو ترمنځ مخامخ خبرې او سوله به جګړه د تل لپاره ختمه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین هم په تازه څرګندونو کې ویلي، چې ولسمشر ټرمپ به سږ کال د طالبانو سره خامخا یوې هوکړې ته رسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 124020

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124020/

جمهور
  https://www.jomhornews.com