په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نیکولاس کي وایي، په دغه هېواد کې سوله او تل پاتی ثبات د بین الاافغاني خبرو له لارې ممکن دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي ۲۰۲۰ میلادي کال د افغان سولې لپاره د فرصتونو څخه ډک کال بللی، چې په وینا یې افغانان به د سولې به برخه کې ښه خبرونه ولري.
نوموړي زیاته، چې د سولې په اړه نړیواله او سیمه ییزه اجماع پیاوړې شوې، د سولې روانې هڅې تر یوه بریده پایلې ته رسېدلې او د افغان سولې په اړه تر بل هر وخت غوره فرصتونه برابر شوي دي.
خو ټینګار یې کړي، چې په افغانستان کې دایمي ثبات یوازې او یوازې د بین الافغاني خبرو له لارې راتللی شي او په دې باید د جګړې ښکېل لوري باور ولري.
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی وايي، د افغانانو ترمنځ مخامخ خبرې او سوله به جګړه د تل لپاره ختمه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین هم په تازه څرګندونو کې ویلي، چې ولسمشر ټرمپ به سږ کال د طالبانو سره خامخا یوې هوکړې ته رسېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل