مزارشریف کې غبرګې چاودنې شوې، ۱۱ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده

24 جدی 1398 ساعت 8:13

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د بلخ ولایت مرکز مزار شریف ښار کې دوه پرلپسې چاودنو د دوه ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه ته مرګ ژوبله اړولې ده.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د بلخ ولایت مرکز مزار شریف ښار کې دوه پرلپسې چاودنو د دوه ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن سه شنبې د مرغومي ۲۴ مه سهار څه باندې ۹ بجې د مزار شریف ښار د ۹ مې ناحیې اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې دي.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل وايي، لومړني معلومات ښيي، چې چاودنې د سړک د غاړې اېښودل شویو ماینونو له امله رامنځ ته شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي او د یوه پولیس په ګډون ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

دی وایي، د پېښې جزیات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

تر اوسه د دغه چاودنو مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:بلخ
 
 


د مطلب کود: 124038

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124038/

جمهور
  https://www.jomhornews.com