۰

مزارشریف کې غبرګې چاودنې شوې، ۱۱ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده

سی شنبه ۲۴ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۱۳
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د بلخ ولایت مرکز مزار شریف ښار کې دوه پرلپسې چاودنو د دوه ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه ته مرګ ژوبله اړولې ده.
مزارشریف کې غبرګې چاودنې شوې، ۱۱ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د بلخ ولایت مرکز مزار شریف ښار کې دوه پرلپسې چاودنو د دوه ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن سه شنبې د مرغومي ۲۴ مه سهار څه باندې ۹ بجې د مزار شریف ښار د ۹ مې ناحیې اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې دي.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل وايي، لومړني معلومات ښيي، چې چاودنې د سړک د غاړې اېښودل شویو ماینونو له امله رامنځ ته شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي او د یوه پولیس په ګډون ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

دی وایي، د پېښې جزیات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

تر اوسه د دغه چاودنو مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:بلخ
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي