د ننګرهار پر والي برید کوونکي ځانمرګی بریدګر نیول شوی دی

24 جدی 1398 ساعت 10:38

سیمه ییز چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو هغه ځانمرګی بریدګر نیولی، چې غوښتل یې د ننګرهار پر والي شاه محمود میاخېل ځانمرګی برید وکړي.


سیمه ییز چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو هغه ځانمرګی بریدګر نیولی، چې غوښتل یې د ننګرهار پر والي شاه محمود میاخېل ځانمرګی برید وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، نیول شوی ځانمرګی بریدګر حکمت الله نومېږي، خو دا چې د کوم ځای دی څه یې نه دي ویلي.

دی وایي، دغه بریدګر رسنیو ته د اعتراف پر مهال ویلي، غوښتل یې په ننګرهار والي شاه محمود میاخېل هغه مهال برید وکړي، چې کله نوموړي د پاکستاني کلدارو د مخنیوي او افغانیو د رواجولو په موخه جلال آباد ښار کې کمپاین پیل کړی وو.

دغه بریدګر ویلي، چې موخو ته تر رسېدو وړاندې د ملي امنیت ځواکونو له خوا ونیول شو.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل هم وايي، جلال آباد کې یو ځانمرګی بریدګر د ملي امنیت له خوا نیول شوی، خو په اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.

د یادونې ده، چې د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل درې اوونۍ وړاندې په ننګرهار ولایت کې د پاکستانۍ کلدارې د چلند د مخنیوي کمپاین پیل کړ، چې په کې بریالی هم شو.

اوس په ننګرهار ولایت کې د کلدارې چلښت کابو له صفر سره مخ شوی او ځای یې د افغانستان خپلې افغانۍ نیولی دی.

د راپورونو له مخې په ننګرهار کې د کلدارې ضد کمپاین تر دې حده بریالی و، چې ان اوس سوالګر هم کلدارې نه اخلي او له خلکو افغانۍ غواړي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 


د مطلب کود: 124054

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124054/

جمهور
  https://www.jomhornews.com