سیمه ییز چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو هغه ځانمرګی بریدګر نیولی، چې غوښتل یې د ننګرهار پر والي شاه محمود میاخېل ځانمرګی برید وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، نیول شوی ځانمرګی بریدګر حکمت الله نومېږي، خو دا چې د کوم ځای دی څه یې نه دي ویلي.
دی وایي، دغه بریدګر رسنیو ته د اعتراف پر مهال ویلي، غوښتل یې په ننګرهار والي شاه محمود میاخېل هغه مهال برید وکړي، چې کله نوموړي د پاکستاني کلدارو د مخنیوي او افغانیو د رواجولو په موخه جلال آباد ښار کې کمپاین پیل کړی وو.
دغه بریدګر ویلي، چې موخو ته تر رسېدو وړاندې د ملي امنیت ځواکونو له خوا ونیول شو.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل هم وايي، جلال آباد کې یو ځانمرګی بریدګر د ملي امنیت له خوا نیول شوی، خو په اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.
د یادونې ده، چې د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل درې اوونۍ وړاندې په ننګرهار ولایت کې د پاکستانۍ کلدارې د چلند د مخنیوي کمپاین پیل کړ، چې په کې بریالی هم شو.
اوس په ننګرهار ولایت کې د کلدارې چلښت کابو له صفر سره مخ شوی او ځای یې د افغانستان خپلې افغانۍ نیولی دی.
د راپورونو له مخې په ننګرهار کې د کلدارې ضد کمپاین تر دې حده بریالی و، چې ان اوس سوالګر هم کلدارې نه اخلي او له خلکو افغانۍ غواړي.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار