د ترانسپورټ سرپرست وزیر هم له دندې استعفا وکړه

25 جدی 1398 ساعت 9:37

د افغانستان د ترانسپورټ سرپرست وزیر یما یاري هم له خپلې دندې استعفا ورکړې ده او په کور کېناست.


د افغانستان د ترانسپورټ سرپرست وزیر یما یاري هم له خپلې دندې استعفا ورکړې ده او په کور کېناست.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یما یاري د خپلې استعفا خبر پر خپله فسبوک پاڼه ورکړی لیکلي یې دي، چې د خپلو شخصي ستونزو او عذر له مخې نه شي کولی نوره دنده مخته یوسي او له همدې کبله یې ولسمشر ته استعفا وړاندې کړې ده.

د یادونې ده، چې یاري تر دې وړاندې د ټولګټو وزیر و خو دغه وزارت څه موده وړاندې د ولسمشر د حکم له مخې له ترانسپورټ وزارت سره مدغم شو او ولسمشر یې ښاغلي یاري ته د سرپرستۍ چارې وسپارلې.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د بریښنا وزارت سرپرست محمد ګل خلمي هم د شخصي ستونزو او ناروغۍ له کبله استعفا ورکړې وه، چې ولسمشر منظوره کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 124085

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124085/

جمهور
  https://www.jomhornews.com