افغان او چنایي چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

26 جدی 1398 ساعت 8:46

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز او کابل کې د چین سفیر وانګ یو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.


د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز او کابل کې د چین سفیر وانګ یو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه لیدنه پرون چهارشنبې د مرغومي ۲۵ مه کابل کې شوې او دواړو لورو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز ویلي، چین هېڅکله د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه ده کړې او تل یې له افغانانو سره په خیریه کارونو کې پام وړ مرستې کړې دي.

د یادونې ده، چې په دې لیدنه کې دغه راز د اړوندو مرستندويه پروژو د پلې کولو تړون هم لاسليک شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 124127

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124127/

جمهور
  https://www.jomhornews.com