۰

افغان او چنایي چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

پنجشنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۶
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز او کابل کې د چین سفیر وانګ یو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
افغان او چنایي چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز او کابل کې د چین سفیر وانګ یو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لیدنه پرون چهارشنبې د مرغومي ۲۵ مه کابل کې شوې او دواړو لورو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز ویلي، چین هېڅکله د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه ده کړې او تل یې له افغانانو سره په خیریه کارونو کې پام وړ مرستې کړې دي.

د یادونې ده، چې په دې لیدنه کې دغه راز د اړوندو مرستندويه پروژو د پلې کولو تړون هم لاسليک شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي