۰
سلام رحیمي:

د تاوتریخوالي کمولو مفهوم نه لري، د سولې لپاره اوربند اړین دی

پنجشنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۰
د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحمي وايي، په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات لپاره د تاوتریخوالي کمول مفهوم نه لري او باید اوربند وشي.
د تاوتریخوالي کمولو مفهوم نه لري، د سولې لپاره اوربند اړین دی
د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحمي وايي، په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات لپاره د تاوتریخوالي کمول مفهوم نه لري او باید اوربند وشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي رحیمي چې نن پنشنبې د مرغومي ۲۵ مه کابل کې د سولې په تړاو یوه کنفرانس کې خبرې کولې و ویل، چې افغان حکومت د سولې لپاره یوه جامع تګلاره لري.

نوموړي زیاته کړه، چې د دغه تګلارې پر اساس د تاوتریخوالي کمول مکلفیت نه رامنځ ته کوي، او نه هم د سولې سره مرسته کولی شي.

هغه دې ته په غبرګون کې، چې ګڼې طالبانو د تاوتریخوالي کمولو ته چمتوالی ښودلی و ویل« د تاوتریخوالي راکمول کوم مفهوم نه لري او حکومت هم ورسره ځکه موافق نه دی چې د سولې لپاره دا طرحه کومه ګټه نه لري.»

سلام رحیمي ټینګار وکړ، چې د تاوتریخوالي راکمولو طرحه د اندازې وړ نه ده او دوی ته د قربانیانو کورنیو مشوره ورکړې ده چې دا طرحه ونه مني.

هغه و ویل« له دې طرحې سره مکلفیت مل نه دی بلکې هر لوری به ترې خپل تعریف ولري چې تاوتریخوالی یې تر کومه حده راکم کړی دی، نو ځکه باید اوربند وشي، د اوربند خاصیت دا دی چې په یوه مرمۍ هم نقض بلل کېږي، دا یو مکلفیت رامنځته کوي، خو طالبان له اوربند څخه تښتي.»

دغه راز د سولې په چارو کې د دولت وزیر دا هم و ویل، چې افراد نه شي کولی سوله راولي بلکې د دې کار لپاره به یو متخصص ټیم رامنځته کړای شي.

نوموړي دغه راز پاکستان ته په اشاره وویل، که دا هیواد صادقانه همکاري ونه کړي، افغانستان سولې ته نه شي رسېدلی.

دا په داسې حال کې ده، چې ځینې پاکستاني رسنیو د طالب سرچینو له قوله ویلي، چې د طالبانو رهبرۍ شورا ملا هبت الله ته د اووه ورځني تاوتریخوالي د کمولو مشوره ورکړې ده.

ځینې سرچینې دا هم وایي، چې د طالبانو رهبرۍ شورا له ۷ ورځني اوربند سره موافقه کړې او تمه یې ښودلې، چې په دغه موده کې به د سولې تړون لاسلیک، د بهرنیو ځواکونو وتلو او د سولې خبرو پرمختګ لپاره لار هواره شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي تایید کړه، چې وسله والو طالبانو په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمېدو هوکړه کړې ده.

قریشي په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، له هغې، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې پیل شوې، پاکستان په سیمه کې د امنیت او ثبات په خاطر د دغه خبرو ملاتړ کړی دی.

نوموړي په دغه پیغام کې ویلي، چې د سولې مذاکرات ښه پرمخ تللي او نن یو ښه خبر دا دی، چې طالبانو د تاوتریخوالي کمېدو ته چمتوالی ښودلی دی.

قریشي ټینګار کړي، چې پاکستان په سیمه کې د امن پلوي دي تر څو په دغه خطه کې د امن او ثبات په ټینګېدو سره د افغانستان او پاکستان خلک نور د آرام ساه واخلي.

دی وایي، په سیمه کې د امن او ثبات ټنګښت د پاکستان جدي غوښتنه ده او په دې برخه کې یې خپل رول لوبولی او هڅې یې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي کمېدو ته چمتوالی د سولې تړون ته د رسېدو او سیمې د امن په برخه کې یو مهم پرمختګ بللی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي