۰

کندهار:د یوې مدرسې چت لوېدو پېښه کې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

سی شنبه ۱ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۴
کندهار ولایت کې د طیبه په نوم یوې خصوصي مدرسې د چت لوېدو په پېښه کې ۱۳ تنو ته زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کندهار:د یوې مدرسې چت لوېدو پېښه کې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
کندهار ولایت کې د طیبه په نوم یوې خصوصي مدرسې د چت لوېدو په پېښه کې ۱۳ تنو ته زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کندهار د پوهنې ریاست مسوولین وايي، دغه پېښه پرون دوشنبې د مرغومي ۳۰ مه د کندهار ښار د نهمې ناحیې اړوند د حکیم صاحب اډې په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار د پوهنې ریاست ویاند نظر محمد صمیمي کاکړ ویلي یاده مدرسه په یوه زاړه کور کې وه، چې د وروستیو ورښتونو له امله یې د یوه ټولګي چت پر زده کوونکو رالوېدلی دی.

نوموړی وايي، په دغه پېښه کې پنځه نجونو ژوند له لاسه ورکړی او اته نور زده کوونکي ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا دا مدرسه چې کابو سل زده کوونکي یې درلودل د پوهنې ریاست سره نه وه ثبت او د پېښې تر رامنځ ته کېدو وروسته د مدرسې مالک له سیمې تېښته کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي