۰

ډونالډ ټرمپ او عمران خان په افغان سوله خبرې کړې دي

چهارشنبه ۲ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۰۰
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې اترې کړې دي.
ډونالډ ټرمپ او عمران خان په افغان سوله خبرې کړې دي
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې اترې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ او خان پرون سه شنبې د سلواغې اوله د سویس د دادوس اقتصادي نړیوالې غونډې په څنډه کې سره لریدلي دي.

دواړو لورو د افغانستان او هند په شمول په دوه اړخیزه اړیکو خبرې کړې او ټرمپ له پاکستان سره د امریکا اړیکې ډېرې نېږدې بللې دي.

ډونالډ ټرمپ او خان د سویس د دافوس په اقتصادي غونډه کې خبریالانو ته وویل چې دواړه هیوادونه ښې اړیکې لري او دا اړیکې ښې پر مخ روانې دي.

د امریکا ولسمشر ویلي«موږ هېڅکله له پاکستان سره دومره نژدې شوي نه وو لکه څرنګه چې اوس یوو. موږ اوس په خپل منځ کې د ښو اړیکو د لرلو له کبله خورا نژدې یوو.»

بل خوا بیا عمران خان له ټرمپ سره تر کتنې مخکې و ویل، چې پر ګڼو مسلو به له ولسمشر ټرمپ سره وږغېږي خو افغانستان به د دواړو خواوو د خبرو اصلي موضوع وي.

د پاکستان لومړي وزیر ویلي«له ښه مرغه موږ همنظره یوو. دواړه هیوادونه هلته (افغانستان) له سولې سره لېواله یوو.»

دغه راز هغه د پاکستان او هند تر منځ کړکېچ ته په اشارې و ویل، پاکستا تل هیله لرلې چې امریکا به د کشمیر د سیمې پر سر له هند سره د ستونزې په حل کولو کې رول ولوبوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي