ننګرهار کې یو قاضي وژل شوی دی

3 دلو 1398 ساعت 7:30

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې ننګرهار ولایت کې یو قاضي د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې ننګرهار ولایت کې یو قاضي د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون چهارشنبې د سلواغې ۲ مه مازیګر مهال د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ د اکمالاتي بېز په سیمه کې وژل شوی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، وژل شوی قاضي رفیع الدین اشنا نومېږي او د ننګرهار د استیناف محکمې قاضي وو.

نوموړي زیاته کړې، چې نوموړی قاضي پرون مازیګر د اکمالاتي بېز په سیمه کې د ناپېژانده وسله والو له خوا په ډزو وژل شوی خو په دې اړه یې نور جزیات ورنه کړل.

تر اوسه د دغه پېښې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس: ننګرهار
 


د مطلب کود: 124319

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124319/

جمهور
  https://www.jomhornews.com