سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې ننګرهار ولایت کې یو قاضي د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون چهارشنبې د سلواغې ۲ مه مازیګر مهال د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ د اکمالاتي بېز په سیمه کې وژل شوی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، وژل شوی قاضي رفیع الدین اشنا نومېږي او د ننګرهار د استیناف محکمې قاضي وو.
نوموړي زیاته کړې، چې نوموړی قاضي پرون مازیګر د اکمالاتي بېز په سیمه کې د ناپېژانده وسله والو له خوا په ډزو وژل شوی خو په دې اړه یې نور جزیات ورنه کړل.
تر اوسه د دغه پېښې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس: ننګرهار