کابل کې د نشه يي توکو یو حرفوي قاچاقبر نیول شوی دی

3 دلو 1398 ساعت 8:36

کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د نشه يی توکو یو حرفوي قاچاقبر نیول شوی دی.


کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د نشه يی توکو یو حرفوي قاچاقبر نیول شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت ویلي، دغه قاچاق وړونکی پرون چهارشنبې د سلواغې ۲ مه مازیګر مهال د ۱۶ مې حوزې اړوند قلعه احمد خان سیمه کې نیول شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، له دغه قاچاق وړونکي څخه پنځه کیلوګرامه چرس او یو عراده موټر هم نیول شوی دی.

د وزارت خبرپاڼه وایي، نیول شوی کس په کابل ښار کې یو له حرفوي قاچاق برانو څخه وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 124329

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124329/

جمهور
  https://www.jomhornews.com