۰

کابل کې د نشه يي توکو یو حرفوي قاچاقبر نیول شوی دی

پنجشنبه ۳ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۶
کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د نشه يی توکو یو حرفوي قاچاقبر نیول شوی دی.
کابل کې د نشه يي توکو یو حرفوي قاچاقبر نیول شوی دی
کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د نشه يی توکو یو حرفوي قاچاقبر نیول شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت ویلي، دغه قاچاق وړونکی پرون چهارشنبې د سلواغې ۲ مه مازیګر مهال د ۱۶ مې حوزې اړوند قلعه احمد خان سیمه کې نیول شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، له دغه قاچاق وړونکي څخه پنځه کیلوګرامه چرس او یو عراده موټر هم نیول شوی دی.

د وزارت خبرپاڼه وایي، نیول شوی کس په کابل ښار کې یو له حرفوي قاچاق برانو څخه وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي