۰
بلومبرګ:

خلیلزاد خپل پلاوي ته ویلي له طالبانو سره د خبرو پایلي افشا نه کړي

پنجشنبه ۳ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۳
بلومبرګ امریکايي نشریاتي موسسې ویلي، زلمي خلیلزاد د خپل پلاوي غړو ته ویلي، چې له طالبانو سره د سولې د خبرو نتیجې افشا نه کړي.
خلیلزاد خپل پلاوي ته ویلي له طالبانو سره د خبرو پایلي افشا نه کړي
بلومبرګ امریکايي نشریاتي موسسې ویلي، زلمي خلیلزاد د خپل پلاوي غړو ته ویلي، چې له طالبانو سره د سولې د خبرو نتیجې افشا نه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه موسسې زیاته کړې، دا په داسې حال کې ده، چې امریکا او طالبان د سولې موافقې ته نېږدې شوي دي.

دغه سرچینه زیاتوي، چې دوی د امریکایي پلاوي او طالب استازو د وروستیو خبرو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او دغه راز کابل کې د امریکا له سفارت څخه هم د برېښنالیکونو په واسطه معلومات غوښتي، خو دواړو له څه ویلو ډډه کړې ده.

سرچینه زیاتوی، چې د سولې د خبرو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندویې مورګان اورتاګس له څه ویلو ډډه وکړه او دغه راز کابل کې د امریکا سفارت هم برېښنا لیکونو ته ځواب ور نه کړ.

خو په ورته وخت کې سرچینې د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد او یوې امریکایي سرچینې له قوله ویلي، چې دواړه لوري د سولې موافقې ته نېږدې شوي، چې پر اساس به یې امریکايي ځواکونه په تدریجي ډول له افغانستان څخه وځي.

مجاهد د سې شنبې په ورځ په څو پیغامونو کې دغه سرچینې ته ویلي، د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په مشرۍ امریکايي پلاوي د دوحې په روانو خبرو اترو کې د طالبانو له لوري له ۷ تر ۱۰ ورځو پورې د اوربند په اړه خبرې کړي.

د طالبانو ویاند زیاته کړې، چې د قطر په روانو خبرو کې به په دې پرېکړه وشي چې کله او چیرې موافقه لاسلیک شي.

دغه راز هغه زیاته کړې، چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر هم د قطر په خبرو کې، چې د دوشنبې له ورځې پیل شوي، ګډون لري.

مجاهد وايي، د هغې موافقې په شرایطو کې کوم بدلون نه دی راغلی چې د ټرمپ له لوري په سپټمبر میاشت کې د خبرو تر لغوه کېدو وړاندې پرې سلا شوې وه.

د مجاهد په وینا د موافقې له لاسلیکه وروسته به امریکا یوازې په کابل کې د دیپلوماتیکو اړیکو لپاره یو سفارت ولري. د دوی ټول پوځیان به له افغانستانه ووځي.

ده همداراز وویل، له موافقې سره سم به امریکا له ۵ زره تر ۱۳ زره پوځیان په ۱۳۵ ورځو کې وباسي، نور به وروسته په تدریجي ډول ووځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي