د ا نړیوال شفافیت سازمان کلني راپور پر اساس افغانستان یو ځل بیا د نړۍ د لسو فاسدو هېوادونو په لیست کې راغلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د نړیوال شفافیت سازمان کلنی راپور چې نن پنشبې د سلواغې ۳ مه خپرو شوی افغانستان یو ځل بیا په تېر ۲۰۱۹ میلادي کال کې د لسو مفسدو هېوادونو په کتار کې قرار لري.
په دې راپور کې سومالیا، جنوبي سوډان او سوریه د نړۍ د فاسدو هېوادونو په سر کې راغلي دي خو افغانستان بیا له وینزویلا، سوډان او ګینه وروسته اووم مقام خپل کړی دی.
په افغانستان کې د یادې ادارې مسوول وحیدالله عزیزي ویلي، د ملي یووالي حکومت په پیل کې افغانستان د شفافیت له اړخه ۱۱ پوانیټونه درلودل خو اوس دغه شمېره ۱۶ ته رسېدلې ده.
په ورته وخت کې د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ مشر سیداکرام افضلي بیا ویلي، د افغانانو په سیاسي او اقتصادي برخلیک ټاکلو کې د پیسو ونډه د دې لامل شوې چې پر دولت د خلکو باور له منځه لاړ شي.
هغه زیاته کړې له روان وضعیته د وتو لپاره په کار ده چې په سیاست کې د پیسو ونډه محدوده شي.
جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش