۰

د ناکامورا زوی: افغانستان ته د دایمي ثبات او سولې راتګ هیله لرو

یکشنبه ۶ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۵۵
زرګونه جاپانیانو په فوکاوکا ښار کې د ناکامورا له فعالیتونو ستاینه وکړه او د هغه د ژوند او فعالیتونو په اړه په ځانګړې جوړه شوې غونډه کې یې ګډون کړی و.
د ناکامورا زوی: افغانستان ته د دایمي ثبات او سولې راتګ هیله لرو
زرګونه جاپانیانو په فوکاوکا ښار کې د ناکامورا له فعالیتونو ستاینه وکړه او د هغه د ژوند او فعالیتونو په اړه په ځانګړې جوړه شوې غونډه کې یې ګډون کړی و.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه غونډه کې د ناکامورا کورنۍ غړو و ویل، دوی هیله لري چې افغانستان ته ثبات راشي او دغه هېواد له دایمي پرمختګ برخمن شي.

د ناکامورا کورنۍ وایي تېتسو ناکامورا کلونه په افغانستان کې د پرمختګ او ابادۍ لپاره کار کړی و او دوی یې پر کارونو ویاړي.

د ناکامورا زوی دغه غونډې ته د وینا پر مهال وویل، دوی هیله لري چې افغانستان ته دایمي ثبات راشي او دغه هېواد د تل لپاره اباد، سوکاله او با ثباته شي.

د یادونې ده، تېتسو ناکامورا جاپانی ډاکټر و، چې څه موده وړاندې د نامعلومو وسله والو له لوري په جلال اباد ښار کې ووژل شو.

هغه په ختیځ کې د عامه تاسیساتو د جوړولو او پراختیا په برخه کې پراخ فعالیتونه ترسره کړي دي او د خلکو په منځ کې له ځانګړي محبوبیت برخمن و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي