نړیوال بانک وایي، تر سولې وروسته هم افغانستان ته د لا ډېرو نړیوالو مرستو اړتیا ده او دوی په دې لټه کې دي، چې دغه کار تر سره کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د نړیوال بانک چارواکي وايي دوی په دې لټه کې دي چې د سولې پر مهال او تر سولې وروسته افغانستان لپاره نړیوالې مرستې جذب کړي.
دغه چارواکو زیاته کړې، چې افغانستان لا هم په بېلو برخو کې پراخو نړیوالو مرستو ته اړتیا لري او نړیوال بانک له بېلو سرچینو د مرستو او همکاریو د جذب په لټه کې دی.
په افغانستان کې د دغه بانک رییس هېنري کېرالي وايي، دوی هیله لري چې د افغانستان د سولې روانې هڅې مثبتې پایلې ولري او په دې توګه په دغه هېواد کې پراخ اقتصادي او سوداګریز پرمختګونه رامنځ ته شي.
جمهورخبري آژانس:کابل