۰
آلیس ویلز:

طالبان باید مکمل تاوتریخوالی بند کړي، دا د افغانانو غوښتنه ده

یکشنبه ۶ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۵۹
د جنوبي آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مېرمن آلېس ویلز وایي، طالبان باید په مکمل ډول تاوتریخوالی بند کړي، ځکه دا د افغانانو غوښتنه ده.
طالبان باید مکمل تاوتریخوالی بند کړي، دا د افغانانو غوښتنه ده
د جنوبي آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مېرمن آلېس ویلز وایي، طالبان باید په مکمل ډول تاوتریخوالی بند کړي، ځکه دا د افغانانو غوښتنه ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وېلز چې د افغان سولې په تړاو د خبرو لپاره پاکستان ته تللې وه وایي، دوی هڅه کوي، چې طالبان د تاوتریخوالي او جګړو کمولو ته چمتو کړي.

نوموړې له رسنیو سره خبرو کې زیاته کړې، ې سوله د همدې لپاره کېږي چې جګړه ختمه شي نو ځکه امریکا په دې لټه کې ده چې طالبان د تاوتریخوالي کمولو او دوام ته وهڅوي.

د هغې په وینا  د افغانستان خلک له جګړو ستړي شوي دي او دوی د دې غوښتونکي دي چې د جګړې په کچه کې محسوس کموالی راشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله وایي، خلیلزاد او مذاکراتي ټیم یې پر همدې مسئله له طالبانو سره خبرې کوي.

مېرمن ویلز په روانه جګړه کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبله اندېښنه څرګنده کړې او وایي د دوی هڅه دا ده چې نور د تاوتریخوالي او ملکي مرګ ژوبلې کچه راټيټه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په قطر کې د امریکایي او طالب پلاویو ترمنځ د تاوتریخوالي پر کموالي خبرې روانې دي.

په پیل کې داسې راپورونه و، چې ګڼې امریکا له طالبانو سره د تاوتریخوالي پر کمولو هوکړه کړې، خو پرون طالبانو په خپل ویب سایټ کې ویلي و، چې دوی امریکا نوي وړاندیزونه کړې او دوی نور له دغه وړاندیزونو تر پوزې راغلي دي.

که څه هم طالبانو پر دې اړه وضاحت نه و ورکړی خو ویل کېږی، چې امریکایي لوري ترې د تاوتریخوالي د کمولو مودې د اوږدېدو او اوربند غوښتنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي