یاماماتو او کابل کې د چین سفیر پر افغان سوله خبرې کړې

7 دلو 1398 ساعت 11:29

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامیچي یاماماتو او کابل کې د چین سفیر وانګ یو پر افغان سوله خبرې کړې دي.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامیچي یاماماتو او کابل کې د چین سفیر وانګ یو پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي یاماماتو او ښاغلي یو پرون یکشنبې د سلواغې ۶ مه ناوخته کابل کې سره کتلي دي.

په کابل کې د چین سفیر ویلي دوی د افغانستان د سولې له پروسې سره هر ډول همکارۍ ته تیار دي او ژمنه یې کړې، چې د سولې په نویو پرمختګونو کې به هم خپلې همکارۍ ته ادامه ورکړي.

نوموړي زیاته کړې، چین د افغانستان ثبات د ټولې سیمې د ثبات لپاره مهم بولي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 124449

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124449/

جمهور
  https://www.jomhornews.com