۰

یاماماتو او کابل کې د چین سفیر پر افغان سوله خبرې کړې

دوشنبه ۷ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۹
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامیچي یاماماتو او کابل کې د چین سفیر وانګ یو پر افغان سوله خبرې کړې دي.
یاماماتو او کابل کې د چین سفیر پر افغان سوله خبرې کړې
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامیچي یاماماتو او کابل کې د چین سفیر وانګ یو پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي یاماماتو او ښاغلي یو پرون یکشنبې د سلواغې ۶ مه ناوخته کابل کې سره کتلي دي.

په کابل کې د چین سفیر ویلي دوی د افغانستان د سولې له پروسې سره هر ډول همکارۍ ته تیار دي او ژمنه یې کړې، چې د سولې په نویو پرمختګونو کې به هم خپلې همکارۍ ته ادامه ورکړي.

نوموړي زیاته کړې، چین د افغانستان ثبات د ټولې سیمې د ثبات لپاره مهم بولي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي