۰
د ولسمشرۍ ماڼۍ سلاکار:

د ثبات او همپالنې ټیم د یوې بلې سیاسي فتنې رامنځ ته کولو هڅه کوي

شنبی ۱۲ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۹
د ولسمشرۍ ماڼې د فرهنګي چارو ارشد سلاکار شاه حسین مرتضوی وايي، د ثبات او همپالڼې ټاکنیز ټیم په هېواد کې د یوې بلې سیاسي فتنې د رامنځ ته کولو په لټه کې دی.
د ثبات او همپالنې ټیم د یوې بلې سیاسي فتنې رامنځ ته کولو هڅه کوي
د ولسمشرۍ ماڼې د فرهنګي چارو ارشد سلاکار شاه حسین مرتضوی وايي، د ثبات او همپالڼې ټاکنیز ټیم په هېواد کې د یوې بلې سیاسي فتنې د رامنځ ته کولو په لټه کې دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي مرتضوي نن شنبې د سلواغې ۱۲ مه څو شېبې وړاندې پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، دا چې د ثبات او همپالنې ټیم په ولسمشریزو ټاکنو کې له بریالیتوب څخه تمه پرې شوې، اوس د یوې بې سیاسي فتنې د رامنځ ته کولو هڅه کوي.

نوموړي ټینګار کړی، چې ثبات او همپالنې ټیم د دغه فتنې د رامنځ ته کولو لپاره د مېز پر سر ځینې سناریوګانې لري، خو په وینا یې ولس به د هغوی ملاتړ ونه کړي.

مرتضوي دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ځینې نایید شوي راپورونه وایي، اجرائیه رییس او د ثبات او همپالڼې ټاکنیز ټیم مشر تصمیم نیولي، چې په راتلونکې اوونۍ کې ۸ وزیران او ۴ والیان په خپل حکم معرفي کړي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د ثبات او همپالڼې ټیم په یوه غونډه کې د دغه ټیم مشر عبدالله عبدالله د ولسمشر له خوا په وروستیو ټاکنو سختې نیوکې وکړې.

نوموړي په دغه غونده کې چې د سلواغې په شپږمه کابل کې جوړه شوې وه، خبرداری ورکړ، چې ولسمشر خپل دغه کار ته دوام ورکړي، نور به یې ونه زغمي او دی به هم د ملي یووالي حکومت له هوکړې سره سم اجرات پیل کړي.

هغه و ویل،«که دغه کارونه دوام ولري، زه هم له هوکړې سره سم اجرات پیلوم، هغه مهال یې که بیا په مزاج ښه ونه لګېده هغه یې خپل کار دي.»

عبدالله عبدالله و ویل، ولسمشر باید پوه شي، چې د یو طرفه اجرائاتو پایله یې څه ده او په هېڅ صورت کې د یو طرفه پرېکړو حق نه لري.

 جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي