د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له ولسمشر غني وروسته د افغان حکومت له اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره هم کتلي او پر سوله یې ورسره خبرې کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې اجرائیه ریاست نن یکشنبې د سلواغې ۱۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، په دغه کتنه کې د ثبات او همپالنې ټیم مشرتابه او کابل کې د امریکا شارژدافیر، د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم حضور درلود.
خبرپاڼه د عبدالله له قوله ویلي، چې د سولې هڅې د هېڅ بنسټ او ډلې په انحصار کې باید نه وي او له دغه پروسې سره پراخ او ټول شموله چلند باید وشي.
عبدالله ویلي، سوله د افغانستان د خلکو او حکومت اصلي غوښتنه ده او تمه لري، چې طالبان به هم د واقعیت په درک کولو سره له شته فرصتونو ګټه واخلي، سولې ته به غاړه کېږدي او نور به له وژنو لاس واخلي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د سولې په موضوع کې باید ټول سیاسي جریانونه، ملي شخصیتونه، مېرمنې او مدني ټولنې برخه ولري او د هغوی نظریات باید په مذاکراتو کې په پام کې ونیول شي.
بل خوا بیا خلیلزاد په خپلو خبرو کې ویلي، چې طالبانو سره وروستیو خبرو کې کوم د پام وړ پرمختګ نه دی شوی او دوی د اوربند او تاوتریخوالي کمولو مودې غځولو لپاره د طالبانو ځواب ته انتظار دي.
اجرائیه ریاست وايي، خلیلزاد په خپلو خبرو کې دا هم و ویل، چې د افغان حکومت د سولې سولې مذاکراتي ټیم باید پراخ او ټول شموله وي تر څو د افغانستان له هرې برخې استازیتوب وکړی شي.
د یادونې ده، چې خلیلزاد تر دې وړاندې پرون د ولسمشر غني سره هم پر سوله خبرې کړې او د قطر د وروستیو مذاکراتو معلومات یې ورسره شریک کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل