بادغیس کې یو تن خپله مېرمن او ورور وژلي دي

14 دلو 1398 ساعت 13:10

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې بادغیس ولایت کې یو کس خپل ورور او مېرمن د نامشروع اړیکو لرلو په تور وژلي دي.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې بادغیس ولایت کې یو کس خپل ورور او مېرمن د نامشروع اړیکو لرلو په تور وژلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ په بادروک کلي کې رامنځ ته شوې ده.

د بادغیس د ښځو چارو ریسه راحله نادري د دغه خبر د پخلي تر څنګ وايي، یو سړي خپل ځوان ورور، د ده له مېرمنې سره د جنسي اړیکو په تور وژلي دي.

نوموړې زیاته کړې، چې فخرالدین نومي کس خپله مېرمن د جنسي رابطې پر مهال له خپل ورور سره چې شهاب الدین نومېږي نیولې او دواړه یې په ډزو وژلي دي.

د هغې په وینا سړی او ښځه له ۲۵ تر ۳۰ کلونو پورې عمرونه درلود او کله چې د ښځې مېړه دوی د جنسي اړیکې پر مهال نیولي، دواړه یې وژلي دي.

جمهورخبري آژانس:بادغیس
 
 


د مطلب کود: 124666

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124666/

جمهور
  https://www.jomhornews.com