۰

بادغیس کې یو تن خپله مېرمن او ورور وژلي دي

دوشنبه ۱۴ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۰
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې بادغیس ولایت کې یو کس خپل ورور او مېرمن د نامشروع اړیکو لرلو په تور وژلي دي.
بادغیس کې یو تن خپله مېرمن او ورور وژلي دي
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې بادغیس ولایت کې یو کس خپل ورور او مېرمن د نامشروع اړیکو لرلو په تور وژلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ په بادروک کلي کې رامنځ ته شوې ده.

د بادغیس د ښځو چارو ریسه راحله نادري د دغه خبر د پخلي تر څنګ وايي، یو سړي خپل ځوان ورور، د ده له مېرمنې سره د جنسي اړیکو په تور وژلي دي.

نوموړې زیاته کړې، چې فخرالدین نومي کس خپله مېرمن د جنسي رابطې پر مهال له خپل ورور سره چې شهاب الدین نومېږي نیولې او دواړه یې په ډزو وژلي دي.

د هغې په وینا سړی او ښځه له ۲۵ تر ۳۰ کلونو پورې عمرونه درلود او کله چې د ښځې مېړه دوی د جنسي اړیکې پر مهال نیولي، دواړه یې وژلي دي.

جمهورخبري آژانس:بادغیس
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي