هند سږ کال د چابهار بندر لپاره ۱۴ میلیون ډالر بودجه ځانګړې کړې

14 دلو 1398 ساعت 13:43

هندي رسنۍ د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له قوله وايي، چې هند د ایران د چابهار بندر لپاره خپله ځانګړې کړې بودجه دوه چنده ډېره کړې ده.


هندي رسنۍ د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له قوله وايي، چې هند د ایران د چابهار بندر لپاره خپله ځانګړې کړې بودجه دوه چنده ډېره کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې اڼډیا ټوډې ورځپاڼې د هند د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په حوله وايي، د چابهار بندر لپاره د هند ځانګړې شوې بودجه د تېر کال په پرتله دوه چنده ډېره شوې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په خپرپاڼه کې ویل شوي، چې سږ کال به د دغه بندر لپاره خپله بودجه ۱۴ میلیون ډالرو ته ورسوي.

د سرچینې په وینا هند سږکال په پام کې لري چې د دغه بندر د پراخولو چارې ګړندۍ کړي او دغه بودجه به د چابهار بندر په پراخولو ولګول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 124672

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124672/

جمهور
  https://www.jomhornews.com